د احصايې او معلوماتو ملي اداره وایي چې د تېرې میاشتې په اوږدو کې یې د هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرونو له لارې هېواد ته د نږدې ۲۵۰۰ بهرنیو وګړو تګ راتګ ثبت کړی دی. د احصايې او معلوماتو ملي ادارې خبرپاڼه کې راغلي، ثبت شوي ارقام ښيي چې د ۱۴۰۴ کال په لیندۍ میاشت کې د هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرونو له لارې هېواد ته د ۲ زره او ۴۹۸ بهرنيو وګړو تګ راتګ ثبت کړی دی. سرچینې زیاته کړې، ثبت شوي ارقام ښیي چې په یاده موده کې د ۴۳ ښځو په ګډون ۱۳۲۰ بهرني وګړي هېواد ته راغلي او د ۲۶ ښځو په ګډون ۱۱۷۸ نور له هېواده وتلي دي. بلخوا، د ثبت شوو ارقامو له مخې ښکاري چې ۱۳۰۵ کسان د ځمکنیو بندرونو او ۱۵ نور د هوا له لارې هېواد ته راغلي چې له ډلې یې ۱۹۶ کسان د هېواد د لرغونو او تاریخي سیمو د لیدنې او پاتې نور د کار په موخه راغلي دي.



































