د افغانستان ا.ا د مرغومي پر شپږمې، د شوروي اتحاد له لوري پر افغانستان د یرغل د ۴۶مې کلیزې په مناسبت اعلامیه کې ویلي، چې د ۱۳۵۸ هجري شمسي کال یرغل هېواد ته لوی زیانونه واړول او میلیونونه افغانان یې شهیدان، معیوب او کډوال کړل. اعلامیه کې راغلي، افغانانو د «ایمان او جهاد» له لارې د اشغال پر وړاندې مبارزه وکړه او بالاخره یې شوروي ځواکونه له ماتې سره مخ کړل. ا.ا یو ځل بیا دغه یرغل غندلی او له ولسه یې غوښتي چې د خپلواکۍ، اسلامي نظام او ملي ارزښتونو د ساتنې لپاره تل چمتو و اوسي.



































