د اوکرایني رسنیو د راپورونو له مخې د دغه هیواد ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي پرون د کاناډا د هلیفاکس ښار ته د لنډ تمځای پر مهال د دغه هېواد له لومړي وزیر مارک کارني سره کتلي دي. سرچینې ویلي، چې دا کتنه امریکا ته د هغه د سفر تر مخه ترسره شوې وه. مارک کارني په دې کتنه کې اعلان وکړ، چې کاناډا به ۲.۵ میلیارد ډالر اقتصادي مرسته اوکراین ته ځانګړې کړي. کاناډا ته د زېلېنسکي سفر تر هغې وروسته ترسره شو، چې نوموړي د جمعې په ورځ له مارک کارني سره ټلیفوني خبرې کړې وې. زېلېنسکي په یوه خپاره کړي بیان کې ویلي، چې د کاناډا لومړي وزیر هغه د امریکا لهخوا د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره د روانو ډیپلوماتیکو هڅو په اړه خبر کړی دی.



































