د کانونو او پټرولیم وزارت په خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې د دغه وزرات وزیر، ملا هدایتالله بدري په کابل کې د ایران له سفیر، علي رضا بیکدلي سره کتلي دي. د خبر پاڼې پر بنسټ په دې کتنهکې د اقتصادي همکاریو پر پیاوړتیا، د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا او په د هېواد کاني زېرمو په برخه کې د پانګونې په اړه خبرې شوې دي. د خبرپاڼې له مخې، د ایران سفیر په افغانستان کې بشپړ امنیت او بډایه کانې زېرمې د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا لپاره یوه ښه فرصت وباله، دغه راز یې د اوسپنې او نفتو کانونو په برخه کې دایراني شرکتونو د پانګونې د لېوالتیا په اړه خبرې وکړې. دغه راز د کانونو او پټرولیم وزیر د ایراني شرکتونو له لوري د کانونو په برخه کې د پانګونې د لېوالتیا هرکلی وکړ او په دې برخه کې یې د لا زیاتو همکاریو ژمنه وکړه.




































