د ایران د تهران والي محمدصادق معتمدیان ویلي، چې هېواد یې د اوبو له جدي بحران سره مخ دی او د اوبو ناسم مدیریت د ځمکې لاندې اوبو د زیرمو د کمېدو سبب شوې ده. نوموړي خبرداری ورکړی، که دا حالت همداسې دوام وکړي، نو ښايي ایران د پلازمېنې د بدلون په اړه پرېکړه کولو ته مجبور شي. هغه زیاته کړې، چې دا مهال د تهران اوسېدونکي د هېواد د نورو ښارونو د خلکو په پرتله نږدې دوه چنده زیاتې اوبه مصرفوي. د تهران والي ټینګار کړی، چې د اوبو د لېږد پر ځای باید د اوبو پر اغېزناک مدیریت، سمې استفادې او سپما تمرکز وشي.



































