د روسیې او امریکا ولسمشرانو په یوه ټلیفوني اړیکه کې د اوکراین جګړې او د دغه جګړې د پای ته رسولو د حللارو په اړه خبرې کړي. رویټرز خبري اژانس د روسیې ولسمشر سلاکار یوري اوشاکوف له قوله ویلي، په دې اړیکه کې دواړو لورو د اوکراین بحران د پای ته رسولو بهیر د څارنې لپاره په اقتصادي او امنیتي برخو کې د دوو ګډو کاري ډلو جوړولو باندې هوکړه کړې ده. په راپور کې راغلي، د دواړو هېوادونو مشرانو د اوکراین او اروپا د لنډمهاله اوربند د طرحې سره مخالفت کړی او د کيېف پر قاطع سیاسي پرېکړه یې ټینګار کړی دی. د دې خبرو اترو د بحث یوه موضوع د جګړې له پایته رسېدو وروسته د مسکو او واشنګټن ترمنځ د اقتصادي همکارۍ د امکاناتو ارزونه هم وه.



































