د کډوالۍ نړیوال سازمان (ای او ایم) راپور ورکړی، چې افغانستان هر کال له پرلپسې طبیعي پېښو سره مخ کېږي. یاد بنسټ په خپاره کړي راپور کې ویلي، چې اقلیمي بدلون په افغانستان کې د طبیعي پېښو د شدت او پراخوالي لامل شوی دی. د راپور له مخې، د کډوالۍ نړیوال سازمان په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان په ګوټ ګوټ کې د طبیعي پېښو ځپل شویو ۲۷ زرو او ۶۷۹ کورنیو ته بېړنۍ بشرپالې مرستې وړاندې کړي. په راپور کې راغلي چې د مرسته ترلاسه کوونکو کورنیو له ډلې شپږ زرو او ۹۰۱ کورنیو د ژمنیو جامو په ګډون د ژمي نور اړین توکي ترلاسه کړي دي.



































