د سویس پولیسو سکای نیوز خبري شبکې ته ویلي، چې د دغه هیواد په جنوب لویدیځ کې د کران-مونتانا د سکي د یوه مرکز په سیمه کې د چاودنې او اورلګېدنې له امله یوشمیر کسان وژل شوي او ټپيان شوې دي. د پولیسو په خبره لږ تر لږه لس تنه وژل شوي دي، خو یوشمیر سیمه ییزې رسنۍ بیا وایي چې ښایي تلفات زیات وي. د ځایي امنیتي مسوولینو په خبره د چاودنې پرمهال په دې سیمه کې تر سلو ډیر کسان وو. دا پیښه تیره شپه یوه نیمه بجه رامنځته شوه. پولیس وایي چې تر اوسه د چاودنې علت نه دی روښانه شوی.



































