د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د نوي کال په مناسبت په یوه جوړه شوې غونډه کې د خپلې وینا پرمهال ژمنه کړې چې له روسیې سره به د جګړې د پای ته رسولو لپاره د سولې د تړون لپاره هڅو ته دوام ورکړي. نوموړي زیاته کړې، داسې هم ممکنه نه ده چې په هره بییه موافقه وشي. د زیلینسکي د تیرې شپې دا تلویزیوني وینا یو ویشت دقیقې وه. هغه وویل چې د امریکا په منځګړیتوب د سولې تړون “۹۰ سلنه” بشپړ شوی، خو نوموړي خبرداری ورکړی، چې پاتې ۱۰ فیصده به ستونزمن وي او دا به “د سولې، اوکراین او اروپا برخلیک” وټاکي. زیلینسکي زیاته کړه چې د جګړې پای ته رسیدل غواړي، خو د اوکراین ختمیدل نه غواړي.



































