د ملګرو ملتونو د باور ځانګړي صندوق خبر ورکړی، چې ایټالیا له افغانستان سره د ۲.۴ ميلیونه یورو مرسته کړې ده. دغه صندوق ویلي، چې دا مرسته د کلتوري میراثونو د ساتنې، د انسانانو د مېشت ځایونو د ښه کولو او د اقتصادي کړنلارو د پرمختګ لپاره مهمه ده. د ملګرو ملتونو د باور ځانګړي صندوق ۲۰۲۵ کال د افغانستان لپاره د هيلې او مقاومت کال بللی دی. دغه صندوق ټینګار کړی چې تېر کال یې په افغانستان کې له یو ميلیون اړمنو خلکو سره مرسته کړې ده. د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر( اوچا ) اعلان کړی چې په ۲۰۲۶ کال کې به په افغانستان کې شاوخوا ۲۲ میلیونه خلک په بشري مرستو اتکا ولري.




































