د ایران په لاریونونو کې ۱۱۹ کسان نیول شوي او اووه نور وژل شوي دي. د راپور لهمخې، دا اعتراضونه د ایران د بېلابېلو ولایتونو لږ تر لږه ۳۲ ښارونو ته غځېدلي دي. په دې لاریونونو کې معترضین د اسلامي جمهوریت، علي خامنهیی او سپاه پاسداران پر ضد شعارونه ورکوي. دغه راز معترضین د شهزاده رضا پهلوي او رضاشاه پهلوي په ملاتړ شعارونه ورکوي.



































