د سویس په کرانز-مونټانا ښار کې د نوي کال مراسمو پر مهال د اورلګېدنې له امله د مړو شمېر ۴۰ ته ورسېد. رویټرز خبري اژانس ویلي، چې په دغه اورلګېدنه کې له ۱۰۰ کسانو ډېر نور ژوبل شوي دي. که څه هم لومړیو کې ویل شوي و چې دغه اورلګېدنه د چاودنې له امله رامنځته شوې خو وروسته چارواکو ویلي چې ښایې دا برید نه وي. د سویس ولسمشر ګای پارملین هم دا ناوړه پېښه یاده کړې او ویلي یې دي چې ډېری مړه شوي کسان ځوانان دي.



































