د وینزویلا په پلازمېنه کاراکاس کې د چاودنو غږونه، د جګړهییزو الوتکو الوتنې او د لوګي پورته کېدل راپورونه ورکړل شوي دي. رویټرز د عیني شاهدانو له قوله ویلي، چې نن سهار د الوتکو لوړ غږونه اورېدل شوي او د ښار په جنوبي برخه کې یوې پوځي اډې ته نږدې برېښنا هم پرې شوې ده. فاکس نیوز د اوو چاودنو خبر ورکړی. د وینزویلا حکومت تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.



































