د پاکستان د احصایې فدرالي ادارې ویلي، چې په تېرو شپږ میاشتو کې د دغه هېواد سوداګریز زیان ۳۴.۶ سلنه زیات شوی او ۱۹.۲ میلیارد ډالرو ته رسېدلی دی. د شمېرو له مخې د دغه هېواد واردات ۱۱.۸ سلنه زیات شوي، خو صادرات ۸.۷ سلنه راکم شوي دي. یوازې د ۲۰۲۵ کال په ډسمبر کې سوداګریز زیان ۲۳.۸ سلنه لوړ شوی. د راپور له مخې دا زیاتوالی په صادراتو کې د پاموړ کمښت او په وارداتو کې د زیاتوالي پایله بلل شوې. دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو بندېدو د دواړو هېوادونو پر سوداګرۍ منفي اغېز کړی دی.



































