د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، چې په تېرو څو کلونو کې یې د پنبې د ترویج برخه کې یې هڅې بریالۍ شوي او هرکال یې حاصلاتو کې نږدې لس سلنه زیاتوالی راځي. دوی وايي، سږ کال کندهار کې پر۲۱۵۰ هکتاره ځمکه د پنې کرنه ترسره شوې، چې په خبره یې کروندګرو ته به شاوخوا ۸۶۰۰ ټنه حاصل ترلاسه کړي. مسوولین وايي، د کوکنارو بدیل او د کندهار خاورې او اقلیم ته په کتو سره د پنبې کښت اوسنیو شرایطو کې کروندګرو ته تر ټولو ښه پایله ورکړې ده. کروندګر وايي، د پنبې سږني حاصلات یې زیات شوي، خو بيې زیاتې ټیټې شوي او بازار نه لري. د دوی په خبره حکومت دې ورته په نړۍوالو مارکېټونو کې د پنبې د صادراتو زمینه برابره کړي.



































