د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې د وینزویلا په چارو کې د روانو بدلونونو له زیاتېدو او امریکا وروستي پوځي اقدام څخه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده. په خبر پاڼه کې راغلي، چې دا وضعیت کولای شي د سیمې لپاره ناوړه پایلې ولري. سرمنشي ټینګار کړی چې د ټولو لورو لهخوا باید د نړیوال قانون په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونو د منشور بشپړ درناوی وشي. نوموړي زیاته کړې چې د نړیوال قانون اصولو ته درناوی نه دی شوی او دا موضوع د سختې اندېښنې وړ ده. ملګرو ملتونو ټولو خواوو ته بلنه ورکړې چې په وینزوېلا کې ټول شموله خبرې اترې پيل کړي او د بشري حقونو او د قانون د حاکمیت بشپړ درناوی وکړي.



































