د راپورونو له مخې د ایران په خراسان رضوي، شیراز، اصفهان، تهران، ملکشاهي (ایلام)، مشهد او کرمانشاه سربېره په ګڼو نورو ښارونو کې له تېرو ۷ ورځو راهیسې لا هم لاریونونه روان دي. د خامنهیي لهخوا د لاریونکوونکو د ځپلو د ګواښ سربېره نن شپه هم په ګڼو ښارونو کې لاریونونه دوام لري او د ایران پر ضد شعارونه ورکوي. د تهران او کرج ترمنځ په فردیس ښار کې د شنبې په شپه هم لاریونونو دوام درلود او لاریونوالو د علي خامنهيي پر ضد شعارونه ورکول. بلخوا ځینو رسنیو د لاریونکوونکو پروړاندې د ایراني ځواکونو لهخوا د تاوتریخوالي ډک چلند په اړه هم راپورونه خپاره کړي دي.



































