بلخ کې د ایران سرکونسل ویلي، هېواد یې چمتو دی چې له افغان سوداګرو سره د تېلو د چاڼ په برخه کې همکاري وکړي. د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وايي، د شمال ولایتونو د چاڼ کارخونو ظرفیتونه لوړول د لومړیتوبونو په سر کې دي او ژر به یو ګډ پلاوی ایران ته ولاړ شي او بل پلاوی به له ایرانه افغانستان ته راشي، څو د اړتیا وړ ماشینونه چمتو کړي. د تېلو د چاڼ خونو مسوولین وايي، د امو دریا خام تېلو ظرفیت شاوخوا ۷۰۰ ټنه دی، خو پاکو پټرولو او ډیزلو ته د افغانستان اړتیا ښايي تر دوه میلیونه ټنه وي. چارواکي ډاډ ورکوي چې د کورنیو چاڼ کارخونو ملاتړ به د صنعت پراختیا، د کار موندنې او انرژۍ د ځان بساینې په برخه کې مرسته وکړي.



































