د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې په یوه رالېږلې خبرپاڼه کې ویلي چې ددغه ادارې په وړاندیز او د ولسمشر په تایید عبدالقادر اشنا د سرپل والي ګومارل شوی دی. په خبرپاڼه کې راغلي چې نوموړی لوړې زده کړې لري او په حکومتي چارو کې د تجربې خاوند دی. د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې همدا راز ویلي چې په حکومت کې اصلاحات یو اصل دی او د همدې اصلاحاتو په لړ کې د وړ کسانو په ګومارلو کې دقت کوي.




































