د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا د ایران حکومت ته د لاریون کوونکو پر وړاندې د تاوتریخوالي کارولو په اړه خبرداری ورکړی. نوموړي پرون په الوتکه کې له خبریالانو سره په خبرو کې ويلي، چې که ایران د خلکو وژنه پیل کړي، د امریکا له سخت غبرګون سره به مخ شي. ټرمپ دغه خبرداری په داسې حال کې ورکړی چې په ایران کې لاریونونه نهمې ورځې ته غځېدلي. د اعتراضونو لړۍ د تېرې اونۍ د یکشنبې په ورځ د اقتصادي بحران، د ډالر پر وړاندې د تومان د ارزښت لوېدو او د معیشتي ستونزو له امله د دغه هېواد له پلازمېنې تهران او شاوخوا سوداګریزو مرکزونو پیل شول او وروسته نورو ولایتونو ته پراخ شول.



































