د روسیې د ملي امنیت شورا مرستیال دیمیتري مدودوف د ونزویلا پر ضد د امریکا کړنې، په ځانګړي ډول د ولسمشر نیکولاس مادورو نیول، غیرقانوني تجاوز او له نړۍوالو قوانینو سرغړونه بللې ده. د روسي رسنیو د راپور له مخې، مدودوف ویلي چې واشنګټن نور اخلاقي او رسمي حق نه لري چې د مسکو پر کړنو نیوکه وکړي، او زیاته کړې یې ده چې ملګري ملتونه د ورته پېښو د مخنیوي لپاره اغېزمن میکانیزمونه نه لري.



































