د پکتیکا ولایت د اوبو او انرژۍ ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په یحیی خېلو ولسوالۍ کې د څه باندې ۱۳ میلیونه افغانیو په لګښت د لمریزې برېښنا د یوې پرژوې چارې بشپړې شوې دي. د مسوولینو په خبره د دې پروژې چارې د یوه خصوصي شرکت له لوري د ۱۰۰ کیلوواټه لمرېزې برېښنا په برابرېدو سره بشپړې شوې. سرچینې ویلي، چې په دغه پروژه کې د ۷۰۰ واټه لمریزې برېښنا ۱۵۰ پینلونه، د لېټیمو ۴ بېټرۍ، چې ۲۳.۵ کیلو واټه برېښنا ذخیره کوي او ۴ د ۱۲ کیلو واټه هایبرېډي دستګاوې نصب شوې دي.




































