د خیبر پښتونخوا په لکيمروت او بنو سیمو کې څلور پاکستاني پولیس وژل شوي دي. پاکستاني رسنیو په راپورونو کې د لکيمروت د پولیسو د ویاند له قوله راغلي چې ناپېژانده وسلهوالو د دې سیمې په سرای نورنګ ښار کې درې ترافیک پولیس وژلي دي. د راپور له مخې یاد وسلهوال له پېښې وروسته له سیمې وتلي دي. دغهراز، په راپور کې د بنو د پولیسو له قوله راغلي چې د بنو په منډان سیمه کې ناپېژانده وسلهوالو یو پولیس په ډزو وژلی دی.



































