د وېنزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو، امریکا ته تر لېږدول کېدو وروسته، د نیویارک په فدرال محکمه کې ځان بېګناه بللی او ویلي یې دي چې په زور «تښتول» شوی دی. نوموړي د امریکا لهخوا پرې لګېدلي د ترهګرۍ او نور تورونه په کلکه رد کړي او ټینګار یې کړی چې دی د خپل هېواد قانوني ولسمشر دی. مادورو دا څرګندونې دوه ورځې وروسته له هغې وکړې چې امریکا هغه د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې نیولی؛ هغه عملیات چې واشنګټن یې د قانون د پلي کولو اقدام بولي، خو وینزویلا او متحدین یې د نړۍوالو قوانینو ښکاره نقض ګڼي. د مادورو وکیلانو هم ویلي چې د هغه نیونه غیرقانوني ده او د یوه خپلواک هېواد د ولسمشر په توګه باید له قضايي مصئونیت څخه برخمن وي، هغه ادعا چې امریکا یې نه مني او مادورو د وینزویلا مشروع مشر نه پېژني.



































