د لوګر ولایت د پل علم ښاروالۍ مسوولینو خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې د څه باندې ۱۳ میلیونه افغانیو په لګښت د یوې پراختیایي پروژې چارې پیل شوې دي. د پل علم ښاروالۍ د تخنیکي خدماتو مدیر انجنیر عبدالقادر ستانکزي رسنیو ته ویلي، چې یاده پروژه د پل علم ښار اړوند د هوني سفلي په سیمه کې پلې کېږي، چې په کې به د ۵۰۰ مترو په اوږدوالي فرعي کوڅې اساسي کانکرېټ، د ۳ زره مترو په اوږدوالي ویالې جوړول او د ۱۵ پپلګوو جوړول شامل دي.




































