د راپورونو له مخې په ایران کې د لاریونونو او اعتصابونو له پراخېدو سره هممهاله د وژل شویو کسانو شمېر زیات شوی، پراخې نیونې شوي او امنیتي ځواکونو پر روغتونونو هم فشارونه زیات کړي دي. د بشري حقونو وېبپاڼې «هرانا» پرون په خپاره کړي راپور کې ویلي، چې په ایران کې دلاریونونو پر دوام د وژل شویو کسانو شمېر ۳۴ تنو ته رسېدلی او څه باندې دوه زره کسان نیول شوي دي. د راپورونو لهمخې، دغه اعتراضونه د ایران ۲۷ ولایتونو، ۹۲ ښارونو او ۲۸۵ سیمو ته غځېدلې دي.



































