د نیمروز ولایت د زرنج ښاروالۍ مسوولینو خبر ورکړی، چې دوی د روان ۱۴۰۴ هجري لمریز کال په درېیمه ربع کې نږدې ۱۰۰ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي. د دوی په خبره په دغه ښار کې یې ګڼ شمېر پروژې پلې کړې دي. د زرنج ښاروال مولوي صلاحالدین ممتاز د ښاروالۍ د درېیمې ربعې د فعالیتونو په اړه په جوړې شوې مالوماتوي غونډه کې ویلي، چې د ښار په کچه د نظم ټینګښت، د ښاري کلتور پیاوړتیا او پراختیا د زرنج ښاروالۍ له اساسي موخو څخه دي او په دې برخه کې د ښاریانو همکاري هم اړینه بللې ده.




































