د حج او اوقافو وزارت د حج، عمرې او زیارتونو عمومي رییس محمد نبی محمدي د یوه پلاوي په مشرۍ د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت د نړۍوالو همکاریو له مرستیال وزیر سره کتلي دي. یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دې لیدنه کې سعودي لوري د افغانستان لپاره د حج ونډې پر زیاتوالي، د عمرې ویزو د شمېر لوړولو د حاجیانو او معتمرینو ته د لا زیاتو اسانتیاوو او یو شمېر نورو مسایلو په اړه خبرې کړې دي.



































