د ایران ستر مذهبي مشر ایتالله علي خامنهيي، دغه هېواد کې روان پراخ لارویونو ترهګریزې کړنې بللي او په خبره یې چې دې کې د بهرنیو کړیو په ځانګړي ډول د امریکا لاس دی. نوموړي پرون په یوه ټلویزیوني وینا کې ویلي، چارواکي باید د دغو لاریونونو پر وړاندې سخت اقدامات وکړي. ایران کې له تېرو دوو اونیو راهیسې د بد اقتصادي وضعیت پر ضد روان لاریونونه تهران او نورو ښارونو ته غځېدلي چې تر دې دمه پکې ۴۵ کسان وژل شوي دي.



































