د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر په خوست ولایت کې یوې غونډې ته ویلي، چې ا.ا له نړۍوالو سره ښې اړیکې لري او هغه هېوادونه چې هڅه کوي افغانستان انزوا ته بوځي، پهخپله له انزوا سره مخ دي. مولوي عبدالکبیر زیاته کړه چې د ا.ا له بیا واکمنېدو سره، ملي امنیت ډاډمن شوی او په سیاسي، اقتصادي او نورو برخو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی. هغه له نړیوالې ټولنې او په ځانګړي ډول له ګاونډیو هېوادونو وغوښتل چې له افغان کډوالو سره ښه چلند وکړي او هغوی ته دې اجازه ورکړي چې په خپله خوښه هېواد ته راستانه شي. نوموړي له افغان کډوالو هم وغوښتل چې په ګاونډيو هېوادونو کې دې خپل حسابونه تصفيه کړي او خپل هېواد ته دې راستانه شي.



































