د عامې روغتیا وزارت ویلي، د وروستیو شمېرو لهمخې، چې په ۲۰۲۵ کال کې یې راټولې کړې، په هیواد کې شاوخوا ۳ میلیونه ښځې او ماشومان پر خوارځواکۍ اخته دي. تر دې وړاندې نړیوالو بنسټونو ویلي و، چې په افغانستان کې ۳ اعشاریه ۷ میلیونه ښځې او ماشومان پر خوارځواکۍ اخته دي. د عامې روغتیا وزارت ویلي، چې د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو څخه یې د روغتیايي خدماتو پرمهال د راټولو کړو شمېرو لهمخې، ۳ میلیونه ماشومان او ښځې پر خوارځواکۍ اخته دي. د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان ویلي، چې د ۲۰۲۵ کال په پیل کې د ځینو نړۍوالو ادارو لهخوا داسې اټکل شوی و، چې په افغانستان کې ۳،۷ میلیونه ماشومان او ښځې پر خوارځواکۍ اخته دي.



































