د نیوزیلنډ کرایسټ چرچ ښار پر دوو جوماتونو خونړیو بریدونو کې د ۵۰ وژل شویو مسلمانانو لومړی تدفین پیل شوی او پولیسو د قربانیانو د پېژندلو لړۍ پیل کړې ده. داوطلبه کسانو کرایسټ چرچ ښار کې د قربانیانو د خښولو له بهیر او د قربانیانو له کورنیو سره د ملاتړ غږ پورته کړی دی. دوی په اسلامي بڼه چې څومره ژر کېدای شي د قرباني شویو د خښولو غوښتنه کړې، خو د وژل شویو د پېژندګلوۍ له کبله د خښولو بهیر یو څه ځنډنی شوی دی. د تېرې جمعې په ورځ، ۲۸ کلن استرالیایي برینټن تارنټ پر دواړو جوماتونو برید وکړ چې لږ تر لږه ۵۰ کسان په کې ووژل شول او همدومره ټپیان شول. نوموړی د برید پرمهال پولیسو ونیو او په وژلو تورن شو. حکومتي چارواکو ویلي چې هغه به د خپلو کړنو سزا وویني او اړوندو ادارو خپل کارونه پيل کړي دي.





































