مشهوره امریکایۍ سندرغاړې دیلا مایلز په نیوزیلنډ کې پر دوو جوماتونو تر خونړیو بریدونو وروسته، د ترکیې استانبول ښار کې، چې یوه کانسرټ په موخه تللې وه، مسلمانه شوې ده. مایلز د امریکا پاپ سندرو له نړیوال ستوري مایکل جکسن سره د یوځای سندرو تجربه لري، د ترکیې استانبول ته د یوه هنري محفل لپاره تللې وه. هغې پر خپل انسټاګرام، خپل ځینې انځورونه خپاره کړي چې د ترکیې استانبول مشهور تاریخي احمد جومات د ننه په حجاب کې ولاړه ده. هغې یوه وېډیو هم خپره کړې ده چې د مسلمانېدو پرمهال د شهادت کلمه وايي. دا وايي، استانبول کې چکر یې ذهنیت بدل کړ او ترکیه یې ډېره خوښه شوه.





































