د ملي یووالي حکومت اجرایه رییس د افغان سولې په اړه د امریکا له ځانګړي استازي سره کتلي دي. د ډاکټر عبدالله عبدالله په رسمي فیسبوک پاڼه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نوموړي په نیویارک کې د ګڼو رسنیو له خبریالانو او مسوولینو سره د بندو دروازو تر شا کتلي دي. په دې لړ کې نوموړي د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له استازي زلمي خلیلزاد سره هم کتلي دي. په دې لیدنه کې دواړو لورو د زلمي خلیلزاد پر نوي ماموریت بحث کړی دی او د افغانستان ستونزې ته یې پر حللارو خبرې کړې دي. اجرایه رییس همدا راز له ګڼو ژورنالېستانو او د نړیوالو رسنیو له مسوولینو سره د افغانستان د اوضاع، د جنوبي اسیا او افغانستان په اړه د امریکا پر تګلاره، راتلونکو ټاکنو، امنیت او نورو مسایلو خبرې کړې دي.