یو پخواني امریکايي طالب چې په ۲۰۰۲ مېلادي کال کې د افغان طالبانو له ډلې د ملاتړ په جرم زنداني شوی و ټاکل شوې په مې میاشت کې خوشی شي. دا پخوانی وسله وال په ۲۰۰۱ مېلادي کال کې د ترهګرۍ پر ضد د امریکا په مشرۍ نړیوال ایتلاف د جګړې د پيل وروسته د یوې امریکايي استخباراتي ادارې له لوري نیول شوی و. د پارن پالیسۍ د راپور له مخې نوموړی د نیول کېدو پر مهال ۲۰ کلن و چې د طالبانو په یوه ډله کې شامل و. جان واکر لیندا له طالبانو د ملاتړ په جرم مجرم وبلل شو او د شل کاله بند سزا ورته واورول شوه. راپور وايي، چې د دې کال په جریان کې د واکر خوشي کېدل به ممکن امنیتي ادارو ته په ټوله نړۍ کې سرخوږی راپید کړي ځکه هغه تر دې دمه پر خپل دریځ کلک ولاړ دی او دداعش ډلې په اړه یې هم مخالف نظر نه دی ورکړی.





































