د چین دولت ريئس شي جین پینګ د جنورۍ په ۲۳مې نېټې تولام ته پیغام لېږلی او هغه ته یې د ویتنام د کمونېست ګوند د عمومي منشي د ټاکل کېدو په پار مبارکي ویلې ده.
شي جین پینګ په پيغام کې باور ښودلی، چې د ویتنام کمونېست ګوند به د عمومي منشي تولام د لارښونو په رڼا کې ویتناميان لا متحد کړي او پر مخ به ولاړ شي، ګوند او دولت به يې لا سترې لاسته راوړنې ولري او د ګوند څوارلسم ملي کانګرېس ټول هدفونه او دندې به په بریالیتوب بشپړې کړي.


































