د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د جنورۍ په ۲۳مې نېټې د ایران د بشري حقونو حالاتو په اړه یوه ځانګړې ناسته ترسره کړه. په ژنیو کې د ملګرو ملتونو په دفتر او د نورو نړیوالو سازمانونو په دفترونو کې د چین دایمي استازي جیا ګوی ده دغې ناستې ته د چین دریځ څرګند کړ او ویې ویل، مختلف هېوادونه د خپلو بشري حقونو د پرمختګ د لارې د انتخاب حق لري. چین له دې سره مخالفت کوي چې د بشري حقونو مسئلې په پلمه د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنې کېږي او د بشري حقونو په اړه دوه ګوني معیار غوره کېږي.
نوموړي وویل، د ایران په دننه کې پېښې د دې هېواد کورنۍ چارې دي او باید د ایرانیانو لخوا پرېکړه پرې وشي. نړیواله ټولنه باید د ایران د حاکمیت، امنیت او ځمکني بشپړتیا د درناوي پر بنسټ د دې هېواد له حکومت او خلکو ملاتړ وکړي چې ستونزې حل کړي، د هېواد ثبات او قانوني حقونه وساتي. چین هیله لري چې ښکېلې خواوې د ډیالوګ له لارې توپیرونه لرې کړي او د دې لپاره به رغنده رول ولوبوي.



































