د چین مېډيا ګروپ سي جي ټي ان څو ورځې مخکې د نړیوال اقتصاد فورم د ۲۰۲۶م کال کلنۍ غونډې په څنډه کې د دې فورم له اجرائیوي مشر بورګي برېندي سره ځانګړې مرکه وکړه.
د نړیوال اقتصاد سږني فورم عنوان ((د خبرو اترو فرهنګ)) دی، ښاغلي برېندي په دې اړه هیله ښودلې چې اړوندې خواوې به لا زیاتې خبرې اترې وکړي، د مختلفو هېوادونو مشران د مسئلو چلند په بهیر کې ګټې- ګټې نظریې غوره کړي. هغه په نړیوالو چارو کې د څواړخیزم د ساتنې په اړه د چین اصول او د نړیوالې همکارۍ د هڅولو په اړه د چین خدمتونه ستایلي دي. هغه زیاته کړه چې چین د ټکنالوژۍ په ډېرو برخو کې د نړۍ مخکښ مقام نیسي.




































