د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جنورۍ په ۲۳مه نېټه د يوګانډا جمهوريت د ولسمشر په توګه د بيا ټاکل کېدو په مناسبت يووېري موسېويني ته د مبارکۍ پيغام استولی دی.
رئيس شي جين پينګ په خپل پيغام کې ويلي، چين او يوګانډا دوديزې دوستۍ لري. دواړو خواوو له تېرو څو کلونو راهيسې د يو بل د مرکزي ګټو او پاملرنې وړ مهمو او سترو مسئلو کې يو د بل ملاتړ کړی، په مختلفو ساحو کې يې زياتې همکاريزې لاسته راوړنې درلودې او په نړيوالو او سيمه ييزو چارو کې يې خپلمنخي همغږۍ هم اغېزمنې کړې دي.
نوموړي ولسمشر يووېري موسېويني د چينايانو دايمي ملګری بللی او له يوې اوږدې مودې راهيسې يې د دواړو هېوادونو اړيکو د پرمختګ د هڅونې په پار ور څخه مننه څرګنده کړې ده.
هغه ويلي: ”زه له يوګانډا سره د چين اړيکو ته په درنه سترګه ګورم او هيله لرم چې له ولسمشر يووېري موسېويني سره په ګډو هڅو خپلمنځي متقابل سياسي باور ژور کړم، دوديزې دوستۍ ته دوام ورکړم، د چين او افريقا همکاريز فورم د بېجينګ سرمشريزې لاسته راوړنې پلې کړم، د چين او يوګانډا هراړخيزې ستراتيژيکې ملګرتيا ته لا نور هم پرمختګونه ورکړم او د دواړو هېوادونو خلکو ته لا زياتې ګټې ورسوم.“



































