د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي دي چې له پاکستان سره یې اړیکې ډیرې ښې دي او ژر به له پاکستاني مشرانو سره وګوري. ټرمپ دغه څرگندونې سپینې ماڼۍ کې خبریالانو ته کړي دي. نوموړي ویلي، چې ډیر ژر به له پاکستاني استازو سره وویني.د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر شاه محمود قریشي د ټرمپ د وینا هرکلی کړی او ویلي یې دي چې د تېرې یوې مودې نه د دواړو ملکونو اړیکې خرابې شوې وې خو اوس داسي ښکاري چې اړیکې په ښه لور بيرته روانې شوې دي.



































