د چین د کارګرو عمومي ټولنې په وروستيو کې د «شي جين پينګ او کارګران» په نوم کتاب تالیف او چاپ کړی دی.
په دغه کتاب کې له اړوندو کارګرو او کارکوونکو سره د مرکو په تړاو ۲۳ راپورونه شامل دي او د هه بۍ ولايت د جنګ دينګ ولسوالۍ، فو جیان ولایت، جه جيانګ ولایت، شانګهای او مرکزي حکومت کې د چين دولت رئيس شي جين پينګ د دندو له پيل راهيسې هغه کيسې بيان شوي، چې د ساختماني کاري ځايونو، د فابریکو کارخونو او بندرونو څخه د ليدنو په ترڅ کې يې له کارګرو سره صميمي تګ راتګ کړی، د دوی توليد او ژوند ته يې پام اړولی او د کار په بهير کې يې د دوی نوښت هڅولی دی.


































