د ايټاليې په ميلان کې د اولمپيک د ژمنيو لوبو لپاره د چين د سپورټ پلاوی جوړ شو

د ايټاليې په ميلان کې د اولمپيک د ۲۵مې دورې ژمنيو لوبو لپاره د چين د سپورټ پلاوی د جنورۍ په ۲۷مې نېټې په رسمي توګه تاسيس شو.
دغه پلاوی ۲۸۶ غړي لري، چې ۱۲۶ لوبغاړي ( ۶۸ ښځې او ۵۸ نارينه) او ۱۶۰ کارکوونکي پکې شامل دي او د اوو لويو ډولونو د ۱۵ څانګو د ۹۱ کوچنيو لوبو په سياليو کې به ګډون ولري.
د اولمپيک په سږنيو ژمنيو لوبو کې د چينايي لوبغاړو د ګډونوالو لوبو او د لوبغاړو شمېرې د تېرو لوبو د ورته شمېرو په پرتله زيات دی.



































