په ملګرو ملتونو کې د چین دایمي استازي فو څونګ د جنورۍ په ۲۶مې نېټې د امنیت شورا په پرانیستي بحث کې وینا کړې او د جنوبي سمندرګي په اړه د امریکا د استازي هغه ناسمې څرګندونې، چې پر چين يې د “پراخوالي او غیرقانوني ادعاوو” تورونه لګولي، رد کړې دي.
فو څونګ د جنوبي سمندرګي په اړه د امریکا د استازي له ناسمو څرګندونو سره کلک مخالفت ښودلی او ويلي يې دي، چې چین د جنوبي سمندرګي په ټاپوګانو او شاوخوا سمندر باندې بې له شکه حاکمیت او پر اړوندې بحري سيمې د ملي حاکمیت حقونه او قانوني واک لري.
نوموړي ويلي، د جنوبي سمندرګي په اړه د چین ځمکنی حاکمیت او سمندري حقونه بشپړ تاریخي او قانوني اساس لري او زياته کړې يې ده، چې امریکا د ملګرو ملتونو د سمندر د قانون غړی نه دی او د قانون د قاضي په توګه د نورو هېوادونو په چارو کې د لاسوهنې حق نه لري.



































