په ملګرو ملتونو کې د چين استازي فو څونګ د جنورۍ په ۲۶مې نېټې د امنيت شورا د نړيوال قانوني مديريت په يوې علنۍ غونډې کې پر جاپان غږ کړی، چې د تايوان مسئلې په اړه د لومړۍ وزيرې سانا تاکايچې ناسمې څرګندونې بېرته واخلي او خپلې کړنې سمې کړي.
نوموړي ويلي، له دويمې نړيوالې جګړې وروسته د انساني تمدن بنسټيزه کرښه ساتل شوې او د نړيوالو قوانينو اوسنی سيستم جوړ شوی دی.
فو څونګ ويلي، د چین له سترې برخې سره د تايوان يو ځای کېدنه د فاشيزم ضد د نړيوالې جګړې د بريا نتيجه ده او دا تر یادې جګړې وروسته د نړیوال نظم يوه مهمه برخه هم پاتې شوې ده او په خبره یې، دا داسې حقيقت دی، چې پر تاريخ، سياست او قانون تکيه لري.
نوموړي ويلي، د جاپان لومړۍ وزیرې سانای تاکايچي د چين په کورنيو چارو کې ناوړه لاسوهنه کوي او د مات شوي هېواد په توګه له مسؤليتونو څخه ځان خلاصوي، د نړيوالو اړيکو له بنسټيزو اصولو څخه څرګندې سرغړونې کوي او هڅې کوي، چې د نړيوال نظم پر وړاندې چلنجونه جوړ کړي.
فو څونګ پر جاپان غږ کړی، چې تاريخ مطالعه کړي، ناسمې کړنې دې ودروي او نړيوالو ته دې مسؤلانه ځوابونه ووايي.



































