د افغانستان د بشري حقونو نړیوال سازمان، تیر کال د ملکي وګړو مرګ ژوبلې لپاره بې ساری بولي او په وینايي، چې ګډو ځواکونو او وسله والو ډلو د جګړې پرمهال د ملګي وګړو د ژوند خوندیتوب ته پام نه دی کړی. د دې سازمان رییس لعل ګل لعل وایي، د جګړې ښکېلو لورو په ډيری مواردو کې بشري سرغړونې کړې او اړتیاده چې حکومت او دبشري حقونو نړیوال بنسټونه دغه پېښې وڅيړي. په ۱۳۹۷یم کال کې د جګړو پرمهال په غزني، ننګرهار، لوګر، پکتیا، هلمند، پکتیکا، میدان وردګو او ګڼو نورو ولایتونو کې د ځانمرګو بریدونو، هوايي بمباریو او چاڼیزو عملیاتو په لړ کې زرګونه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې. دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې یوناما هم د یوه راپور له لړ کې ۱۳۹۷ کال د ملکي تلفاتو لپاره خونړۍ بللی وو او په جګړو کې له ښکیلو اړخونو یې غوښتنه کړې وه چې ملکي مرګ ژوبلې ته جدي پام وکړي.