د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بیورو غړي او بهرنيو چارو وزير وانګ يي د جنورۍ په ۲۶مې نېټې په پلازمېنې بېجينګ کې د اسلامي همکارۍ سازمان له عمومي منشي حسین ابراهیم طاها سره لیدلي دي.
وانګ يي له ابراهیم طاها سره په لیدنې کې ويلي، چې هېواد يې له اسلامي هېوادونو او اسلامي همکارۍ سازمان سره د اړيکو پرمختګ ته ډېر ستراتيژيک اهميت ورکوي او د شينجيانګ او تايوان مسئلو په برخه کې له بېجينګ څخه ملاتړ یې ستايي.
نوموړي ويلي، چين به د پرمختيايي هېوادونو د مشروع حقونو او ګټو د ساتنې لپاره له اسلامي هېوادونو سره ګډ کار وکړي.
طاها ويلي، اسلامي همکارۍ سازمان د يو چين پېژندنې پر اصل ټینګار لري، د شينجيانګ د پراخو پرمختيايي لاسته راوړنو ستاينه او د چين په کورنيو چارو کې له بهرنۍ لاسوهنې سره مخالفت کوي او غواړي له دغه هېواد سره خپلمنځي همکاریزې اړیکې نورې هم ټينګې کړي.



































