د چين د دولت رئيس مرستیال هان جنګ د جنورۍ په ۲۶مې نېټې په پلازمېنې بېجينګ کې د اسلامي همکارۍ سازمان له سرمنشي حسین ابراهيم طاها سره لیدلي دي.
هان جنګ د اسلامي همکارۍ سازمان سرمنشي ابراهیم طاها ستایلی او ويلي يې دي، چې هغه له چين سره د اړیکو پراختيا ته په درنه سترګه ګوري او هيله يې ښودلې، چې اسلامي هېوادونه د تايوان او شينجيانګ د مسئلو په برخه کې له چين څخه کلک ملاتړ وکړي.
طاها ويلي، د اسلامي همکارۍ سازمان له رئيس شي جين پينګ څخه له زړه مننه کوي، چې د چين او د اسلامي همکارۍ سازمان دوستانه اړیکو پرمختګ ته په درنه سترګه ګوري او لارښوونه يې کوي.
نوموړي ويلي، اسلامي همکارۍ سازمان غواړي له چين سره هراړخيزې همکارۍ ژورې کړي او د تایوان او شينجيانګ د مسئلو په اړه به له چين څخه کلک ملاتړ ته دوام ورکړي.



































