د چين دولت رئيس شي جين پينګ د جنورۍ د ۲۷مې نېټې په سهار د بېجينګ د خلکو په لوی تالار کې د فنلنډ له صدراعظم پيتري اورپو سره لیدلي دي.
شي جين پينګ له پیتري اورپو سره په لیدنې کې ويلي، سږ کال د چين د پرمختګ ۱۵م پنځه کلن پلان پيل شوی دی او هېواد به یې د لوړ کيفيت پرمختګ او لوړې کچې پرانيستلو ته دوام ورکړي.
نوموړي ويلي، د چين او فنلنډ ترمنځ دوستي او متقابل باور تاريخي بنسټ لري او دواړه خواوې دې متقابلې ګټورې همکارۍ ژورې او د نوې انرژۍ، دوراني اقتصاد، کرنې، ځنګلونو او ټیکنالوژیکي نوښت په برخو کې ګډ کار وکړي.
هغه ويلي، چین د فنلنډي شرکتونو هرکلی کوي چې په چيني بازار کې يې چارې پرمختګ ومومي او له دې لارې نړيوالې سيالۍ کې برخه واخلي. د نوموړي په وينا، چين او فنلنډ د يخ او واورې په چارو کې ښې لاسته راوړنې لري او دواړه خواوې دې د دوستۍ د دوام لپاره نظر تبادلې او همکارۍ پياوړې کړي.
اورپو ويلي، چې فنلنډ د يو چين پېژنې پر اصل ټينګار لري او د پرمختګ په برخه کې د چین د غوره لاسته راوړنو او په نړیوالو چارو کې یې د مهم او رغنده رول ستاینه کوي.
نوموړي ويلي، فنلینډ به له چین سره اړیکې او همغږي پیاوړې کړي او په ګډه به ورسره د نړۍ سوله او ثبات وساتي.



































