د میدان د وردگو ولایت اوسېدونکي وایي، په وروستیو څو میاشتو کې د طالبانو پرضد په دې ولایت کې شپني عملیات له پخوا څو چنده زیات شوي چې له امله یې ملکي وګړي هم وژل کیږي. د میدان وردګو ولایتي شورا او ددې ولایت ځایي اوسېدونکي وایي، دغه ډول عملیات به د حکومت پر وړاندې د خلکو مخالفتونه نور هم زیات او د حکومت او خلکو ترمنځ د واټن د زیاتېدو لامل شي. د وردګو ولایتي چارواکي هم په دې ولایت کې د ملکي وګړو د تلفاتو زیاتېدل د اندېښنې وړ بولي او په دې برخه کې د همغږۍ د رامنځ ته کېدو غوښتنه کوي. د وردګو ولایت ځایي اوسېدونکي داسې مهال په عملیاتو کې د ملکي وګړو پر وژل کېدو اندېښنه ښيي، چې د ملکي وګړو دخوندیتوب ډلې د وروستي راپور له مخې افغانستان تیر کال دملکیانو لپاره ترټولو خونړی وو.