د چين دولت رئيس شي جين پينګ د جنورۍ په ۲۸مې نېټې د زيمبابوې د ازادۍ بښونکې جګړې پخوانيو سرتېرو ته ځوابي پيغام لېږلی دی.
نوموړي په پيغام کې ليکلي، چې د زيمبابوې پخوانیو سرتېرو د خپل هېواد د ملي ازادۍ بښونکې جګړې کې ګډون کړی و او له چين سره یې دوستي جوړه کړې ده.
شي جين پينګ د يادو پخوانيو سرتيرو پاملرنه، چې د چين او زيمبابوې او د چين او افريقا ترمنځ دوستۍ ته يې کړې، ستايلې ده.
نوموړي ويلي، ۲۰۲۶م کال د چين او افريقا ترمنځ د رسمي اړيکو د جوړېدو له ۷۰مې کليزې سره برابر دی او هيله يې ښودلې، چې افريقايي ځوانان د یادو پخوانيو سرتېرو د پوهې په رڼا کې د چين ــ زيمبابوې او د چين ــ افريقا دوستانه چارو لپاره هڅې وکړي.
چين د افريقا د امپریاليزم ضد، د استعمار ضد او د ملت ازادۍ بښونکې جګړې څخه کلک ملاتړ کړی دی.
د زيمبابوې د ازادۍ بښونکې جګړې پخوانیو سرتېرو په دې وروستيو کې د چين دولت رئيس شي جين پينګ ته پيغام لېږلی و .
دوی په پیغام کې د زيمبابوې د ملت له ازادۍ بښونکې جګړې څخه د چين له ملاتړه مننه کړې او پکې يې ويلي، چې هغوی د چين او زيمبابوې د هر فصل پر ګډ برخلیک ټولنې وياړي او د دواړو هېوادونو د دوستانه چارو د پرمختګ لپاره به ډېرې هڅې وکړي.


































